مقامی ۱۰ جون ۲۰۲۶

ډاکټر ماه نور ناصر د پلار له خوا د ملزم د رشتې لېږلو خبرونه دروغ بلل شوي

کراچۍ، کوټه (نوی ژوند ویب سائټ نیوز) د ډاکټر ماه نور ناصر پلار حبیب الله ناصر د هغو خبرونو سخت تردید کړی چې پکې ادعا شوې وه د ملزم همایون شاه له لوري د ډاکټر ماه نور لپاره د رشتې لېږلو خبره شوې ده، هغه په کراچۍ کې له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې نه له همایون شاه او نه د هغه له کورنۍ څخه ورته هېڅ ډول د رشتې وړاندیز یا اړیکه نه ده ترلاسه شوې، نوموړي زیاته کړه چې په رسنیو او سوشل میډیا کې خپرې شوې دا خبرونه بې‌اساسه او له حقیقت څخه لرې دي، هغه له رسنیو غوښتنه وکړه چې له خپرولو مخکې دې خبرونه تصدیق کړي او له غیر مصدقو معلوماتو دې ډډه وشي، حبیب الله ناصر وویل چې د کورنۍ نوم په ناحقه په یوې لانجې کې راګیرول هڅه ده او د دروغو خبرونو پر ضد د قانوني اقدام حق خوندي لري۔