کوټه(نوې ژوند ویب نیوز) د بلوچستان حکومت د ښوونځیو د تعلیم څانګې د ګرېنډ الاینس تر بیرغ لاندې په غیر قانوني احتجاجونو، پرلتونو او هړتالونو کې د ګډون په تور د تعلیم څانګې د ۳۴ افسرانو او کارکوونکو پر ضد د پلټنو تر بشپړېدو وروسته سخت انضباطي اقدامات کړي او رسمي خبرتیا یې خپره کړې ده. د ښوونځیو د تعلیم د څانګې د سکرټر لعل جان جعفر په امر، د پلټنیز کمېسیون د سپارښتنو له ارزونې وروسته ثابته شوې چې یادو کسانو د خپلو دندو په ترسره کولو کې غفلت او ناسم چلند کړی، نو ځکه د بلوچستان د کارکوونکو د موثریت او نظم قانون ۲۰۱۱ له مخې پرې بېلابېلې سزاوې لګول شوې دي. په دغو سزاوو کې د څو کارکوونکو کلنۍ زیاتونې د دوو کلونو لپاره درول، د دریو کلونو لپاره د لوړو بستونو ته د ترفیع مخنیوی او د ځینو کارکوونکو د یوې میاشتې اساسي معاش ضبطول شامل دي. چارواکو اړوندو ډایرکټرانو ته لارښوونه کړې چې د یوې اوونۍ دننه د دغو پرېکړو بشپړ عملي کېدل یقیني کړي او راپور وړاندې کړي.
