مقامی ۱۰ جون ۲۰۲۶

کوټه(نوې ژوند ویب نیوز) د وحدت کالونۍ پېښې په تړاو انډر سېکرټري آفتاب جبل او ډرایور مسعود احمد له دندو وځنډول شول

کوټه(نوې ژوند ویب نیوز) د بلوچستان حکومت د خدماتو او عمومي ادارې د وحدت کالونۍ د غمجنې پېښې په قضیه کې نومول شوي دوه مهم کسان، انډر سېکرټري آفتاب احمد جبل او د ټرانسپورټ څانګې ډرایور مسعود احمد ، له خپلو سرکاري دندو څخه سمدستي معطل کړي دي. د جلا جلا رسمي خبرتیاوو له مخې، دغه اقدام د بلوچستان د کارکوونکو د موثریت او نظم قانون ۲۰۱۱ د اړوندو مادو له مخې ترسره شوی دی. چارواکي وایي چې دواړه کسان د ادعا شوې اداري بدعنوانۍ، د واک د ناسم استعمال او د یوې جدي قضیې په تړاو د پولیسو له خوا نیول شوي وو. د خبرتیا له مخې، آفتاب احمد جبل به تر راتلونکې پرېکړې پورې معطل وي، په داسې حال کې چې د مسعود احمد معطلي د ۲۰۲۶ کال د جون له ۸مې نېټې نافذه ګڼل شوې او د قانون له مخې به د معطلۍ پر مهال خپل معاش او امتیازات ترلاسه کوي. دا اقدام د وحدت کالونۍ له هغې دردناکې پېښې وروسته شوی چې پکې یو سرکاري کارکوونکي د خپلې کورنۍ د غمجنې مرګ ژوبلې هڅه کړې وه او حکومت یې په اړه سخت نوټس اخیستی و.