سید سردار محمد خوندئی (نوی ژوند ویب سائټ نیوز)
کوټه (نوی ژوند ویب سائټ نیوز) پاکستان کسټمز کوټې د قاچاق پر ضد لویه کارروایي کې شاوخوا ۴.۵ اربه روپیو په ارزښت ضبط شوي بهرني او منع شوي سامان وسوځاوه، دغه سامان د ۶۴ ټرکونو په سخت امنیتي تدابیرو کې د تلف کولو ځای ته رسول شوی و، په دې موقع د بلوچستان چیف کلیکټر کسټمز مسعود، کلیکټر شاهده جان او د ایکسائز سیکرټري هم موجود وو، د ایف سي او کسټمز پولیسو سخت امنیتي تدابیر نیولي وو، چارواکو وویل چې په تلف شوي سامان کې بېلابېل غیر قانوني او قاچاقي توکي شامل وو چې د بېلابېلو عملیاتو پر مهال نیول شوي وو، هغوی زیاته کړه چې د قاچاق پر ضد به عملیات دوام لري او هره میاشت به اربونه روپۍ ارزښت لرونکي غیر قانوني سامانونه له منځه وړل کېږي څو د هېواد اقتصاد او قانوني تجارت خوندي شي.



