تازه خبرونه ۱۱ جون ۲۰۲۶

د ايران په بېلابېلو ښارونو او ټاپوګانو کې د چاودنو غږونه، هوايي دفاعي نظام فعال شو

تہران (نړیواله ډیسک)د ايران په جنوبي ښارونو ميناب، سيرک او د کيش په ټاپو کې د پنجشنبې په شپه د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي، په داسې حال کې چې د فارس ولايت او لوېديځ تهران کې د هوايي دفاعي سيستم د فعالېدو راپورونه هم ترلاسه شوي دي. امريکايي چارواکو ادعا کړې چې پر ايران د امريکا بريدونه پيل شوي دي. د امريکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټرل کمانډ) په وينا، په ايران کې پر يو شمېر هدفونو اضافي دفاعي بريدونه روان دي. د پاکستان د وخت له مخې دغه بريدونه د شپې په ۲ بجې او ۱۵ دقيقو پيل شوي دي. بل لور ته ايراني رسنيو ويلي چې د قشم او هنګام پر ټاپوګانو د توغنديو بريدونه شوي دي، همدارنګه د ايران د ګرګان بندر په سيمه کې هم د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. تر اوسه د دغو پېښو له امله د احتمالي زيانونو او مرګ ژوبلې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.