کوټه (وېب نیوز)په اسلام آباد کې د روس سفارتخانې له لوري د روس د ملي ورځې په مناسبت یوه باوقاره غونډه ترسره شوه چې پکې د سینیټ مرستیال چیرمین ځانګړې ګډون وکړ، په داسې حال کې چې د پاکستان ولسمشر هم د ځانګړي مېلمه په توګه ګډون درلود. په غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا، په بېلابېلو برخو کې د همکاریو او راتلونکي کې د لا پیاوړتیا ژمنه څرګنده شوه. په دې موقع د روس ورځې کیک هم پرې کړل شو چې پکې ولسمشر، د سینیټ مرستیال او نورو مېلمنو ګډون وکړ. په غونډه کې ډیپلوماټان، سیاسي او ټولنیزې څېرې هم موجودې وې چې د پاکستان او روس ترمنځ د دوستانه اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه یې وکړه. د غونډې پر مهال د سینیټ مرستیال له بېلابېلو هېوادونو د سفیرانو او لوړپوړو چارواکو سره لیدنې وکړې او د ګډو علاقې وړ موضوعاتو، سیمهییزې همکارۍ او دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
