کوټه (وېب نیوز)د 2025-26 مالي کال د اقتصادي سروې له مخې په هېواد کې د خرو په شمېر کې د یو کال په موده کې 2 لکه زیاتوالی راغلی، چې له مخې یې ټول شمېر له 60 لکه څخه 62 لکه ته رسېدلی دی. راپور وایي چې خچر 2 لکه او اسونه 4 لکه پاتې شوي دي. د اعدادو له مخې د مېښو شمېر 4 کروړه 91 لکه ته رسېدلی، چې د تېر کال په پرتله 14 لکه زیاتوالی ښيي. راپور زیاتوي چې بزې تر ټولو لویه مالداري شتمني ده چې شمېر یې 9 کروړه 18 لکه ثبت شوی، په داسې حال کې چې د غواوو شمېر 6 کروړه 19 لکه او د پسونو شمېر 3 کروړه 35 لکه دی. د اقتصادي سروې له مخې د اوښانو شمېر 11 لکه 93 زره ثبت شوی، چې له مخې یې د مالدارۍ په سکتور کې عمومي زیاتوالی څرګند شوی دی.
