کوټه (وېب نیوز)د پاکستان د مالیې وزیر د 2025-26 مالي کال اقتصادي سروې خپره کړه او ویې ویل چې حکومت د کورنیو او نړیوالو ستونزو سره سره اقتصادي ثبات ته د تګ هڅه کړې ده. د سروې له مخې د هېواد اقتصادي وده د 4.2 سلنې هدف پر ځای 3.7 سلنه پاتې شوې ده. د کرنې سکتور وده د 4.5 سلنې هدف پر وړاندې 2.89 سلنه او د صنعت سکتور وده د 4.3 سلنې هدف پر ځای 3.51 سلنه ثبت شوې، په داسې حال کې چې د خدماتو سکتور د 4 سلنې هدف په پرتله 4.09 سلنه وده کړې ده. راپور ښيي چې د پاکستان د اقتصاد حجم له 452 میلیارده ډالرو اوښتی او د هر وګړي کلنی عاید له 1751 ډالرو څخه 1901 ډالرو ته لوړ شوی دی. د مالي کال په لومړیو 11 میاشتو کې صادرات 28 میلیارده ډالر او واردات 63 میلیارده ډالر ثبت شوي، په داسې حال کې چې بهر مېشتو پاکستانیانو 38 میلیارده ډالر رالېږلي او تمه ده چې دا شمېر به د جون تر پایه 41 میلیارده ډالرو ته ورسېږي. سروې زیاتوي چې اوسط انفلاسیون د 7.5 سلنې هدف په مقابل کې 7 سلنه پاتې شوی، خو د 2026 کال د مې میاشتې انفلاسیون 11.66 سلنه ثبت شوی دی. د کرنیزو محصولاتو له ډلې د غنمو، وریجو، ګني، کچالو، کیلو او چنو په تولید کې زیاتوالی راغلی، خو د پنبې او جوارو تولید کم شوی دی. راپور ښيي چې د رغونې، مخابراتو، ټولنیزو خدمتونو او لویو صنعتونو سکتورونو ښه وده کړې، خو د برېښنا، ګاز او اوبو رسونې په برخو کې د پام وړ کموالی ثبت شوی دی.
