تازه خبرونه ۱۲ جون ۲۰۲۶

د اسلام آباد د تفاهم پر يادښت بې ساری پرمختګ، وروستۍ منظوري لا پاتې ده: عباس عراقچي

تهران/اسلام آباد (وېب نيوز)د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي ويلي دي چې د اسلام آباد د تفاهم يادښت په اړه د اړخونو ترمنځ دومره نږدې توافق او همغږي پخوا نه وه رامنځته شوې لکه اوس چې ليدل کېږي. نوموړي په خپل بيان کې وويل چې رسنۍ بايد د يادښت د محتوياتو په اړه له اټکلونو او ګومانونو څخه ډډه وکړي، ځکه دا کار د بې ځايه اندېښنو او غلط فهميو سبب ګرځي. د ايران د بهرنيو چارو وزير زياته کړه چې د شفافې تګلارې له مخې به د دې تفاهم يادښت ټول جزئيات په مناسب وخت کې له ولس سره شريک کړل شي. سيد عباس عراقچي وويل چې د تفاهم يادښت وروستۍ منظوري لا هم پاتې ده او د اړوندو ادارو له تصويب وروسته به د دې بهير په اړه نور معلومات هم خپاره شي.