کوټه (وېب نیوز)د بلوچستان ګورنر ویلي چې په صوبه کې د امن او امان وضعیت د ښه کولو لپاره حکومت جدي اقدامات کوي او په دې برخه کې له سیاسي مشرانو او اړوندو ادارو سره اړیکې روانې دي. هغه د “دختران بلوچستان ایوارډ” په غونډه کې او وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت د ټرانسپورټرانو د احتجاج او وروستیو ناامنیو پېښو نوټس اخیستی او د وضعیت د ښه کولو لپاره مشورې روانې دي. ګورنر وویل چې ښځې، په ځانګړي ډول ډاکټرانې، د ټولنې په پرمختګ کې مهم رول لري او حکومت د ښځو د پیاوړتیا او عزت لپاره ژمن دی. نوموړي زیاته کړه چې د بلوچستان په 11 عامه پوهنتونونو کې د نجونو کارکردګي د هلکانو په پرتله غوره ده. هغه وویل چې په راتلونکي صوبایي بجټ کې به پرمختیایي پروژو او د روزګار فرصتونو ته لومړیتوب ورکړل شي او سرکاري ملازمینو ته د وفاق په مرسته ریلیف ورکول کېږي. ګورنر د ډاکټر ماه نور پر برید سخت غندنه وکړه او ویې ویل چې پولیسو سمدستي اقدام کړی دی. په غونډه کې د ایران د کلتوري مرکز ډایرکټر جنرل هم د ښځو د رول او د ایران او بلوچستان ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
