پاکستان ۱۲ جون ۲۰۲۶

د شهباز شریف د توهین دعوهد جسټس هاشم کاکړ اختلافي نوټ خپور، د عریضه کوونکي پر چلند سختې نیوکې

کوټه (وېب نیوز)د وزیراعظم شهباز شریف له لوري د بنسټګر پي ټي آی عمران خان پر ضد د توهین دعوې په قضیه کې د سترې محکمې قاضي جسټس هاشم خان کاکړ خپل اختلافي نوټ خپور کړی، چې پکې یې دغه قضیه د محکمو د بې وسۍ او د عریضه کوونکي د غیر معمولي ځنډ یوه څرګنده بېلګه بللې ده. نوموړي ویلي چې دا مقدمه په ۲۰۱۷ کال کې ثبت شوې وه، خو عریضه کوونکي د خپل ځواب په وړاندې کولو کې نږدې څلور کاله ځنډ کړی، او د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۱۶مه د پوښتنو له سپارلو وروسته هم د څو فرصتونو باوجود ځوابونه وړاندې نه کړل. د عدالتي ریکارډ له مخې د ۲۰۲۲ کال د اپرېل تر ۲۶مې د ځوابونو مسوده چمتو وه او یوازې د مشر وکیل لاسلیک ته اړتیا وه، خو د عدالتي حکمونو د عملي کولو پر ځای بیا بیا اعتراضونه وړاندې شول او د قضیې بهیر وغځول شو. په اختلافي نوټ کې ویل شوي چې دا چلند د عدالتي حکمونو قصدي سرغړونه وه او د بیاکتنې صلاحیت ډېر محدود دی، نو ځکه په پخواني اکثریتي پرېکړه کې داسې څرګنده تېروتنه نه وه موجوده چې د مداخلې اړتیا یې رامنځته کړې وای.