پاکستان ۱۲ جون ۲۰۲۶

د 2026-27 وفاقي بوديجې وړاندې کېدل، د پرمختګ او اقتصادي ثبات لپاره نوې موخې وټاکل شوې

اسلام آباد (وېب نيوز)د پاکستان د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب د 2026-27 مالي کال لپاره 18 زره او 771 اربه روپۍ حجم لرونکې وفاقي بوديجه قومي اسمبلۍ ته وړاندې کړه. په بوديجه کې اقتصادي ثبات، د عوايدو زياتوالی، پرمختيايي پروژې او د پانګونې ودې ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. حکومت د راتلونکي مالي کال لپاره د اقتصادي ودې 4 سلنه او د ګرانۍ 8.2 سلنه هدف ټاکلی دی. د وفاقي پرمختيايي پروګرام (پي اېس ډي پي) لپاره يو زر اربه روپۍ ځانګړې شوې دي، په داسې حال کې چې د دفاعي لګښتونو لپاره نږدې درې زره اربه روپۍ د بوديجې برخه ګرځول شوې ده. د ټېکسونو د راټولولو هدف 15 زره او 267 اربه روپۍ ټاکل شوی دی. د خزانې وزير وويل چې حکومت به د مالي نظم او ضبط د ساتلو ترڅنګ د اقتصاد د پياوړتيا، د کارموندنې د فرصتونو د زياتولو او د پانګه والو د باور د بحالولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.