کوټه (وېب نیوز)د 2025-26 مالي کال د ملي اقتصادي سروې له مخې په پاکستان کې د تېرو څو کلونو پر مهال د بېوزلۍ کچه په څرګند ډول لوړه شوې ده. د سروې له مخې په 2024-25 مالي کال کې د هېواد د بېوزلۍ عمومي کچه 28.9 سلنې ته رسېدلې، په داسې حال کې چې په 2018-19 مالي کال کې دغه کچه 21.9 سلنه وه. راپور ښيي چې په ښاري سیمو کې د بېوزلۍ کچه له 11 سلنې څخه 17.4 سلنې ته او په کلیوالو سیمو کې له 28.2 سلنې څخه 36.2 سلنې ته لوړه شوې ده. د صوبو د شمېرو له مخې په تېر مالي کال کې په پنجاب کې د بېوزلۍ کچه 23.3 سلنه، په سند کې 32.6 سلنه، په خېبرنخوا کې 35.3 سلنه او په بلوچستان کې تر ټولو لوړه یعنې 47 سلنه ثبت شوې، چې له مخې یې بلوچستان د هېواد تر ټولو زیات د بېوزلۍ ځپلی ولایت بلل کېږي.
