مقامی ۱۲ جون ۲۰۲۶

نااعلان شوې لوډشیډنګ د خلکو سره ظلم او تبعیضي چلند دی، نخوا ملي عوامي ګوند

کوټه (وېب نیوز)د نخوا ملي عوامي ګوند د صوبایي سېکرټریټ په بیان کې ویل شوي چې په بلوچستان کې د برېښنا نااعلان شوې لوډشیډنګ د خلکو سره ظلم او تبعیضي چلند دی او حکومت او کیسکو باید ژر تر ژره نوټس واخلي. په بیان کې ویل شوي چې په کوټه، پشین، زیارت، سبی، هرنایي، دکي، موسیٰ خېل، لورالایي، ژوب، شیراني، قلعه سیف الله، قلعه عبدالله، چمن او نورو سیمو کې پرله‌پسې د برېښنا بندش د خلکو ژوند سخت کړی دی. ګوند وایي چې د برېښنا آن/آف حالت د ورځې او شپې دوام لري چې له امله یې کورني کارونه، کاروبار او د زده‌کړو بهیر سخت اغېزمن شوی دی. بیان کې ویل شوي چې په ځینو سیمو کې په قصدي ډول د ټرانسفارمرونو ستونزې نه حل کېږي او د شکایتونو سیستم هم فعال نه دی. نخوا میپ غوښتنه کړې چې حکومت دې ژر تر ژره خراب ټرانسفارمرونه جوړ کړي، د شکایتونو نظام دې فعال کړي او خلکو ته دې اسانتیاوې برابرې کړي.