تازه خبرونه ۱۲ جون ۲۰۲۶

ټرمپ د ایران د تړون په اړه بیان “کمزوری او د افسوس وړ” وباله

واشنګټن/تهران (وېب نيوز): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران د ممکنه تړون په اړه د تهران وروستی بیان “کمزوری او د افسوس وړ” بللی دی. نوموړي ویلي چې ایران له لوري وړاندې شوې خبرې او شرطونه له اصلي تړون سره هېڅ تړاو نه لري او دا ټولې ادعاوې بې اساسه دي. ټرمپ وویل چې د ایران له لوري خپاره شوي معلومات او لیک شوي جزئیات له حقیقت سره سمون نه لري.د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د ایران په څېر لوري سره معامله کول خورا ستونزمن او غیر باوري عمل دی. د هغه په وینا له داسې هېواد سره د نیک نیت پر بنسټ کومه هوکړه کول ګران دي، ځکه چې د تهران په پالیسۍ کې شفافیت کم دی. ټرمپ دا هم وویل چې د اوسني وضعیت په ترڅ کې د هرمز تنګي په شاوخوا کې رامنځته شوې ترینګلتیا د اندېښنې وړ ده او نړیواله ټولنه باید دې موضوع ته جدي پام وکړي.