تازه خبرونه ۱۲ جون ۲۰۲۶

ټرمپ پر ایران د نن ورځې ټاکل شوي بریدونه لغوه کړل، د مذاکراتو بهیر ته یې لومړیتوب ورکړ

کوټه (وېب نیوز)د امریکا ولسمشر ټرمپ اعلان کړی چې د ایران پر ضد د نن ورځې ټاکل شوي بریدونه او بمبارۍ یې لغوه کړي دي. نوموړي په خپل ټولنیز پیغام کې ویلي چې له ایران سره خبرې اترې د ایران د رهبرۍ تر لوړې کچې رسېدلې او د مذاکراتو لپاره اړینې موافقې ترلاسه شوې دي، له همدې امله پوځي عملیات درول شوي دي. ټرمپ زیاته کړه چې امریکا او یو شمېر متحدو هېوادونو د مذاکراتو او وروستیو شرایطو ملاتړ کړی او د سولې د احتمالي هوکړې د لاسلیک وخت او ځای به ژر اعلان شي. هغه وویل چې تر وروستي توافق پورې به سمندري محاصره پر خپل ځای پاتې وي. تر دې وړاندې ټرمپ د ایران پر ضد د نویو بریدونو او د خارګ ټاپو په ګډون د تېلو پر مهمو تاسیساتو د کنټرول اشارې کړې وې، خو ایران خبرداری ورکړی و چې پر خارګ ټاپو هر ډول برید ته به سخت او ویجاړوونکی ځواب ورکړي. د ایران د پارلماني ملي امنیت کمېسیون مشر ویلي چې د ایران وسله وال ځواکونه د هېواد او د خارګ ټاپو د دفاع لپاره په بشپړه توګه چمتو دي.