کوټه (وېب نيوز)د موسمیاتو محکمې د وروستي راپور له مخې د بلوچستان په زیاترو ضلعو کې به هوا ګرمه او وچه وي، خو د بارخان، ژوب او موسی خېل په سیمو کې د تېزو بادونو او تندر سره د باران امکان څرګند شوی دی. د راپور له مخې په تربت کې تر ټولو لوړه تودوخه ۴۸ درجې سانتي ګرېډ ثبت شوې، نوکنډي کې ۴۲، سبی کې ۴۰، جیواني کې ۳۸، ګوادر کې ۳۶، چمن کې ۳۵، کوټه او ژوب کې ۳۴، قلات کې ۳۱ او زیارت کې ۲۶ درجې سانتي ګرېډ تودوخه ثبت شوې ده، چې له مخې یې تربت تر ټولو ګرمه او زیارت تر ټولو یخه سیمه بلل شوې ده.
