مقامی ۱۳ جون ۲۰۲۶

بلوچستان کې غربت، بې روزګاري او اقتصادي ستونزې د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلي دي، جمیعت علما اسلام

کوټه (وېب نيوز)د جمعیت علما اسلام ضلع کوټې مشرانو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې بلوچستان کې غربت، بې روزګاري او اقتصادي بدحالي ورځ تر بلې زیاتېږي او د غربت حقیقي کچه د سرکاري شمېرو څخه هم لوړه ده. دوی وویل چې د ګرانی، بې روزګارۍ او بنسټیزو اسانتیاوو د نشتوالي له امله زرګونه کورنۍ د دوو وخته ډوډۍ ترلاسه کولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي. د جې یو آی مشرانو زیاته کړه چې ولس د راتلونکي بجټ څخه د هېڅ ډول ریلیف هیله نه لري او اوسنی بجټ به هم د تېر په څېر د ولسي هوساینې پر ځای په نمایشي پروژو او غیر ضروري لګښتونو محدود وي. په بیان کې د صوبې د امن او امان او حکومتولۍ وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی او له حکومت څخه غوښتنه شوې چې د امنیت، اقتصادي ستونزو او د ولس د ژوند د اساسي مشکلاتو حل ته لومړیتوب ورکړي.