سبۍ (وېب نيوز)د ګرېنډ الائنس بلوچستان د مرکزي مشرانو د پرېکړې له مخې په سبۍ ولسوالۍ کې دوه ورځنی احتجاجي کمپاین پیل شوی، چې پکې د بېلابېلو سرکاري ادارو کارکوونکو د خپلو لاسونو پر مټو تورې پټۍ تړلې او د حکومت د مبینه اقداماتو پر ضد یې احتجاج ثبت کړی دی. د ګرېنډ الائنس سبۍ مشر خدای بخش سیلاچي په مشرۍ د بي اېنډ آر، ایپکا، پینشنرز، وطن ښوونکو، الایډ هېلت، اېرېګیشن، زراعت کارکوونکو او نورو اتحادیو استازو د مختلفو سرکاري دفترونو لکه اېرېګیشن، عامې روغتیا انجینرۍ، تعلیم، کمشنر او ډپټي کمشنر دفترونو، زراعت، صحت او بي اېنډ آر ادارو دوره وکړه او کارکوونکو د مرکزي قیادت سره د بشپړې یووالي اعلان وکړ. د اتحاد مشرانو د حکومت له لوري د کارکوونکو پر ضد د مبینه انتقامي اقداماتو غندنه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې دا ډول کړنې دې بندې او د دوی ۱۲ نکاتي غوښتنلیک دې ژر تر ژره ومنل شي، ګنې احتجاجي تحریک به نوره هم پراخه کړي.
