کوټه (وېب نيوز)د کوټې د قائد آباد سیمې په حدودو کې د کورنۍ د زړې شخړې له امله د ډزو یوه خواشینوونکې پېښه رامنځته شوې، چې پکې یو ورور په مبینه توګه پر خپل سګی ورور ډزې کړې او هغه یې ځای پر ځای وژلی دی. د پولیسو او ژغورنې ډلې د پېښې له اطلاع وروسته سیمې ته ورسېدې او مړی یې روغتون ته ولېږداوه. د پولیسو په وینا وژل شوی کس محمد باسط زوی د منظور احمد، د شیخ قوم اوسېدونکی د قریشي محلې فتح خان روډ کوټې و. لومړنیو پلټنو له مخې پېښه د کورني اختلاف او پخوانۍ دښمنۍ له امله رامنځته شوې او پولیسو د شواهدو راټولولو وروسته د تورن د نیولو لپاره عملیات پیل کړي، په داسې حال کې چې د پېښې نورې قانوني پلټنې روانې دي.
