تازه خبرونه ۱۴ جون ۲۰۲۶

اسرائیلي برید د امریکا او ایران د لاسلیک د مراسمو ځنډ سبب شو، ډونالډ ټرمپ

کوټه(وېب نیوز)د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اسرائیل د برید له امله د امریکا او ایران ترمنځ د توافق د لاسلیک مراسم څو ساعته وځنډېدل. هغه د امریکايي رسنیو سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل چې دا مراسم چې باید ترسره شوي وای اوس به څو ساعته وروسته ترسره شي. د راپورونو له مخې ټرمپ ویلي چې له ایران سره د ډیل امکان په راتلونکو 2 تر 3 ساعتونو کې شته، او همدارنګه یې د لبنان پر برید د اسرائیل له لومړي وزیر نیتن یاهو سره خبرې کړي او د نور برید د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده. هغه ویلي چې ټول اړخونه باید تاوتریخوالی کم کړي او د سولې فرصت باید له لاسه ورنه کړل شي.