تازه خبرونه ۱۴ جون ۲۰۲۶

’دا د تسلیمۍ سند دی‘: د ایران له ممکنه سولې تړون پر ټرمپ ډیموکراتان سخت غبرګون لري

کوټه(وېب نیوز)په امریکا کې ډیموکرات مشرانو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سره د احتمالي سولې تړون په اړه سخت شکونه او نیوکې کړي دي. د کیلیفورنیا سناتور ایډم سکف په ټولنیزو رسنیو ویلي چې که څه هم ولسمشر وایي جګړه ختمه شوې، خو دا ډول خبرې مخکې هم شوې وې چې وروسته ناسمې ثابتې شوې.بل خوا کانګرس غړي سیت مولټن دغه تړون سخت نقد کړی او هغه یې “د تسلیمۍ سند” بللی دی. د هغه په وینا دا تړون د ایران د سپریم لیډر مخې ته د تسلیمېدو په معنی دی او په دې کې د امریکايي مالیه ورکوونکو میلیاردونه ډالر لګول شوي دي، خو ښکاره بریا پکې نه لیدل کېږي. له بلې خوا ولسمشر ټرمپ ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ تړون به د یکشنبې په ورځ لاسلیک شي او وروسته به د هرمز تنګي هم پرانستل شي.