کوټه(ویب نیوز) د آزاد کشمیر د ټاکنو کمېسیون ویاند ویلي چې عمومي انتخابات به د جولای په ۲۷مه نېټه د ټاکل شوي مهالویش له مخې ترسره شي او د ځنډ په اړه ټولې اوازې بې بنسټه دي. د ویاند په وینا انتخابي مهالویش د آئیني او قانوني اړتیاوو له مخې خپور شوی او د ټاکنو کمېسیون خپله آئیني دنده ده چې شفاف، آزاد او بې پرې انتخابات یقیني کړي.
