پاکستان ۱۴ جون ۲۰۲۶

د اسلام آباد تړون تاریخي شېبه کې بلاول بوټو د کشمیري مظاهرو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه

اسلام آباد: د پیپلز ګوند مشر د آزاد کشمیر روانو مظاهرو ته په خطاب کې له مظاهره چیانو غوښتنه کړې چې خپل احتجاج په سوله‌ییز ډول پای ته ورسوي. هغه وویل چې د اسلام آباد تړون لاسلیک ته نږدې کېدل یو تاریخي فرصت دی او په داسې وخت کې بې ثباتي د پاکستان پر نړیواله ساکه منفي اغېز کولی شي. بلاول بوټو وویل چې سیاسي اختلافات باید یوازې د آئیني او جمہوري لارې حل شي او پارلیمان د مسئلو د حل مناسب فورم دی. هغه زیاته کړه چې د پیپلز ګوند هڅه ده چې د سیاسي حل، مذاکراتو او د حقیقت موندنې کمېشن له لارې خلک له پرله‌پسې کړکېچ څخه وژغوري.