تازه خبرونه ۱۴ جون ۲۰۲۶

د امریکا او روس د ولسمشرانو ترمنځ د یو ساعت ټیلیفوني اړیکه، پر نړیوالو مهمو موضوعاتو خبرې

کوټه(وېب نیوز)د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ ټیلیفوني اړیکه شوې چې پکې نږدې یو ساعت د مهمو نړیوالو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې په خبرو کې د ایران او اوکراین جګړې، د منځني ختیځ وضعیت او د دواړو هېوادونو اړیکې شاملې وې. پوتین ټرمپ ته د هغه د ۸۰مې کلیزې مبارکي ورکړه او ټرمپ یې مننه وکړه او ویې ویل چې دا لومړی ځل و چې کوم بهرني مشر ورته مبارکي ورکوي.