کوټه(وېب نیوز)د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا سره د مذاکراتو په اړه د خپل دریځ دفاع کړې او ویلي یې دي چې د ملي ګټو ساتنه او د هېواد خپلواکي یوازې د حکومت کار نه دی، بلکې د نظام ټول عناصر په دې برخه کې ګډ لید لري. د ایراني رسنیو د راپور له مخې هغه ویلي چې د مذاکراتو په بهیر کې د ملي امنیت عالي شورا منظوري بنسټیز معیار دی، خو وروستۍ پرېکړه د سپریم لیډر مجتبیٰ خامنہ ای کوي. د هغه په وینا د ایران پالیسي د ګډې مشورې او ملي ګټو پر اساس ټاکل کېږي.
