کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان حکومت او د نېب ادارې په ګډه د قبضه مافیا پر ضد لویه عملیات ترسره کړه چې پکې د اربونو روپیو په ارزښت دولتي ځمکه بېرته ازاده کړل شوه. چارواکو ویلي چې دا ځمکې د ځنګلاتو او وائلډ لائف څانګې ته سپارل شوې دي. په عملیاتو کې د ګوادر، کوټه، شیراني، سبی، لسبیله او حب په ګډون بېلابېلو ضلعو کې زرګونه ایکړه ځمکه له غیرقانوني قبضې خلاصه شوه. حکومت او نېب ټینګار کړی چې د دولتي ځمکو پر ضد به د صفر زغم پالیسۍ لاندې عملیات دوام لري او د ځمکو ریکارډ به په بشپړه توګه ډیجیټل شي.
