تازه خبرونه ۱۴ جون ۲۰۲۶

د بلوچستان د روان وضعیت له امله ایران له پاکستان سره سوداګري په موقتي ډول ځنډولې

کوټه (وېب نیوز) د ایران اسلامي جمهوریت د بلوچستان د روان ناڅرګند وضعیت، د مهمو لویو لارو د بندېدو او د پاکستان-ایران په ګډو سرحدي لارو کې د ترانسپورټي ستونزو له امله پاکستان ته د صادراتي توکو بارول او لېږد په موقتي ډول ځنډولي دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت له لوري د پاکستان حکومت ته په لېږل شوي رسمي لیک کې ویل شوي چې په بلوچستان کې موجود وضعیت د نړیوال ټرانسپورټ، سوداګریزو فعالیتونو او د اړتیا وړ توکو د رسولو بهیر سخت اغېزمن کړی دی. ایراني چارواکو ویلي چې د سرحدي لارو پر سر د ځنډونو، لوړو لګښتونو او تګ راتګ د خنډونو له امله صادرونکو، ترانسپورټي شرکتونو او لوژستیکي ادارو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي. په لیک کې د تفتان، ګوادر او مند مهمو لارو او سرحدي دروازو د بندېدو ځانګړې یادونه شوې ده. ایران ټینګار کړی چې دا پرېکړه موقتي ده او د امنیتي او ترانسپورټي وضعیت له عادي کېدو سره به سوداګریز فعالیتونه بېرته عادي حالت ته راوګرځول شي.