کوئټه(ویب نیوز) د موسمیاتو اداره وایي چې د بلوچستان په ډېرو سیمو کې به هوا ډېره ګرمه او وچه وي، په داسې حال کې چې په جنوبي ضلعو کې د سختې ګرمۍ لړۍ دوام لري. د راپور له مخې په کوئټه کې د تودوخې درجه ۳۶ درجې سانتي ګراد ته رسېدای شي، په سبی کې ۵۱ او په تربت کې ۴۹ درجې پورې د تودوخې وړاندوینه شوې ده. نوکنډي کې ۴۳ او ګوادر کې ۳۵ درجې سانتي ګراد اټکل شوی دی. خلکو ته سپارښتنه شوې چې د سختې ګرمۍ پر مهال احتیاطي تدابیر غوره کړي.
