واشنګټن(ویب نیوز) د امریکا ولسمشر نن ۸۰ کلن شو او په همدې مناسبت د سپینې ماڼۍ په لان کې یو بې ساری سپورټي ایونټ ترسره کېږي. د راپورونو له مخې د فریډم 250 په نوم په دې پروګرام کې ۱۴ فایټرز په یوه پنجرهنما میدان کې سیالۍ کوي. دا پروګرام د امریکا د ۲۵۰مې کلیزې د لمانځنو برخه بلل کېږي او پرې د پام وړ لګښتونه شوي دي. ځینې منتقدین دا اقدام د اوسني سیاسي او اقتصادي وضعیت له نظره بحثانګېز بولي، خو د سپینې ماڼۍ چارواکي وایي چې دا یو سپورټي او کلتوري جشن دی چې د امریکایي لوبغاړو د هڅونې لپاره ترسره کېږي.
