کوټه (وېب نیوز) د کوټې په سول روغتون کې د ینګ ډاکټرز اسوسی ایشن احتجاجي پرلت نن هم د لسمې ورځې لپاره روان دی، چې له امله یې د او پي ډي، بېلابېلو وارډونو او نورو مهمو طبي څانګو خدمتونه سخت اغېزمن شوي دي. احتجاج کوونکي ډاکټران وايي چې د سروس سټرکچر منظوري، په روغتونونو کې د اسانتیاوو برابرول، د ډاکټرانو امنیت او نور اداري ستونزې دې حل شي، تر هغه به یې پرلت دوام ولري. د دوی په وینا حکومت د اوږدې مودې راهیسې د دوی غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې، له همدې امله یې د احتجاج لاره خپله کړې ده. بل لور ته هره ورځ له لرې پرتو سیمو څخه راغلي سلګونه ناروغان او د هغوی کورنۍ د درملنې په برخه کې له جدي ستونزو او ځنډ سره مخ دي.
