کوټه (وېب نیوز): د بلوچستان ټېکوانډو ټولنې د یوې خبرپاڼې له لارې د صوبې ټولو ضلعو او کلبونو روزونکو، مشرانو او عمومي منشیانو ته لارښوونه کړې چې د خپلو کلبونو او ضلعو د ټولو لوبغاړو بشپړ معلومات د ټولنې له خوا په ورکړل شوو فورمو کې ډک او ژر تر ژره د ټولنې عمومي منشي صدام الله کاکړ ته وسپاري. د خبرپاڼې له مخې د دې اقدام موخه د بلوچستان د ټېکوانډو لوبغاړو لپاره یو جامع او باوري ډیټابېس جوړول دي چې وروسته به ملي فدراسیون ته هم واستول شي. ټولنې زیاته کړې چې هر درې میاشتې وروسته په کلبونو کې شاملېدونکي نوي لوبغاړي هم باید په فورمو کې ثبت او معلومات یې ټولنې ته ولېږل شي، ترڅو په وخت سره په ډیټابېس کې شامل شي. د ټولو کلبونو او ضلعي مسئولینو څخه غوښتنه شوې چې د ۲۰۲۶ کال د جون تر ۳۰مې نېټې پورې د معلوماتو د سپارلو بهیر بشپړ کړي.
