تازه خبرونه ۱۴ جون ۲۰۲۶

پښتونخوا ملي عوامي ګوند فدرالي بودیجه رد کړه، د IMF تر اغېز لاندې او د ولس ضد بودیجه یې وبلله

کوټه (وېب نیوز): پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال فدرالي بودیجه په کلکه رد کړې او هغه یې د ولس ضد، غیر عادلانه، مرکزي پالنې او د نړیوال وجهي صندوق د شرطونو تابع بودیجه بللې ده. د ګوند د مرکزي سیکرټریټ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په بودیجه کې د عامو خلکو هوساینې، تعلیم، روغتیا، روزګار او د وروسته پاتې سیمو پرمختګ ته پاملرنه نه ده شوې، بلکې د پورونو، سودي اقتصاد او امتیاز لرونکو طبقو ګټې خوندي شوي دي. د بیان له مخې له ۱۸ زره اربه روپیو څخه په زیاته بودیجه کې نږدې ۸ زره اربه روپۍ یوازې د پورونو او سود د ورکړې لپاره ځانګړې شوې دي، په داسې حال کې چې پر ورځنیو اړتیاوو او خوراکي توکو نوي مالیات لګول شوي چې د ګرانۍ کچه به نوره هم لوړه کړي. ګوند د کوټې ـ ژوب ـ ډي آی خان لویې لارې د دوه اړخیزه کولو او په پښتني سیمو کې د بندونو جوړولو پروژو نه شاملول د اندېښنې وړ بللي او ویلي یې دي چې د دفاعي لګښتونو له زیاتوالي سره سره د تعلیم، روغتیا، کرنې او کارموندنې لپاره کافي بودیجه نه ده ځانګړې شوې. ګوند غوښتنه کړې چې ملي سرچینې دې د غیر تولیدي لګښتونو پر ځای د ولسي هوساینې، پرمختګ، صنعت، کرنې او وروسته پاتې سیمو د ودې لپاره وکارول شي او مالیاتي نظام دې عادلانه شي.