پاکستان ۱۶ جون ۲۰۲۶

اټک کې د سي ټي ډي سره نښته، ۵ ترهګر ووژل شول

اټک(ویب نیوز) د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) د اټک په سرحدي سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملیات ترسره کړل چې پر مهال یې د ډزو په تبادله کې ۵ ترهګر ووژل شول. د سي ټي ډي ویاند ویلي چې ترهګرو د نیول کېدو د مخنیوي لپاره پر امنیتي ځواکونو ډزې وکړې، خو د متقابلې کارروایۍ په ترڅ کې ټول ترهګر له منځه یوړل شول. د وژل شویو ترهګرو له ولکې څخه یوه ځانمرګي واسکټ، دوه لاسي بمونه، درې اېس اېم جي ټوپکونه، مهمات او چاودېدونکي مواد ترلاسه شوي دي. چارواکي وایي چې یادو ترهګرو په بېلابېلو سیمو کې د بریدونو پلانونه جوړ کړي وو او د سیمې د بشپړ امنیت لپاره د لټون عملیات لا هم روان دي.