تازه خبرونه ۱۶ جون ۲۰۲۶

ایران به د پاکستان مخلصانه هڅې تل یادې ساتي، ایراني سفیر

اسلام آباد(وېب نیوز) په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ د سولې تړون لپاره د پاکستان پارلماني، سیاسي، پوځي او ډیپلوماټیکو هڅو ستاینه کوي او ایران به د پاکستان مخلصانه هڅې تل یادې وساتي. په پارلمان هاوس کې د ملي اسمبلۍ له سپیکر سردار ایاز صادق سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې، د سیمې وضعیت او د سولې تړون پر موضوع خبرې وشوې. سپیکر دا پرمختګ د سیمې د ثبات لپاره مهم وباله او ایراني سفیر د پاکستان رول وستایه او د ملي اسمبلۍ د غونډې بهیر یې هم له نږدې وڅاره.