کوټه (ویب نیوز) د جمعیت علمای اسلام مرکزي عمومي منشي مولانا عبدالغفور حیدري ویلي چې بلوچستان ته باید د وفاق له لوري بودیجه د نفوسو پر ځای د پراخې ځمکې او واقعي اړتیاوو پر بنسټ ورکړل شي. نوموړي وویل چې د پاکستان له جوړېدو راهیسې بلوچستان له پامه غورځول شوی او له همدې امله د محرومۍ او وروسته پاتې والي ښکار دی. هغه زیاته کړه چې د سړکونو، اوبو، برېښنا او ګازو پروژې په پراخو سیمو کې عملي کېږي، نو ځکه باید د بلوچستان لپاره ځانګړې پرمختیایي بودیجه او عادلانه مالي ونډه وټاکل شي.
