مقامی ۱۶ جون ۲۰۲۶

د اقلیم بدلون یوه نړیواله ستونزه ده او حل یې هم باید نړیوال وي، ګورنر بلوچستان جعفر خان مندوخېل

کوئټه(وېب نیوز) د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل ویلي چې د اقلیم بدلون یوه نړیواله ستونزه ده او د هغې حل هم د نړیوالې همکارۍ له لارې ممکن دی، ځکه چې ځمکه د ټولو انسانانو ګډ کور دی. هغه په کوئټه کې د یو این ډي پي تر سیوري لاندې د اقلیمي امنیت پروګرام ګډونوالو ته د وینا پر مهال وویل چې د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو لپاره د حکومتي ادارو، تعلیمي بنسټونو، مدني ټولنې او نړیوالو شریکانو ګډ کار ضروري دی. نوموړي زیاته کړه چې بلوچستان د اقلیمي بحرانونو په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی او د دې ستونزو د حل لپاره عملي او علمي تګلارې ته اړتیا لري.