پاکستان ۱۶ جون ۲۰۲۶

د ایران او امریکا په تړون کې د وزیراعظم او فیلډ مارشل هڅې وستایل شوې، په راتلونکې بودیجه کې دې ولس ته اسانتیاوې ورکړل شي

اسلام آباد (وېب نیوز) د سینیټ په غونډه کې د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال پر بودیجې د بحث پر مهال د حکومت او اپوزیسیون غړو د ایران او امریکا ترمنځ د سولې په تړون کې د وزیراعظم شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منیر رول وستایه او دا یې د پاکستان مهمه ډیپلوماتیکه لاسته راوړنه وبلله. ویناوالو غوښتنه وکړه چې په راتلونکې بودیجه کې دې ولس ته ریلیف ورکړل شي، مالیاتي بار دې کم شي او د روغتیا، تعلیم، کرنې او روزګار برخو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي. هغوی وویل چې د اقتصادي ثبات، بېوزلۍ کمولو او ځوانانو ته د کار فرصتونو برابرولو لپاره پراخې او ولس پاله اقتصادي تګلارې ضروري دي.