کوئټه(وېب نیوز) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي په مشرۍ د محرم الحرام پر مهال د امن او امنیتي ترتیباتو د ارزونې لپاره یوه مهمه غونډه ترسره شوه چې پکې د بلوچستان کور کمانډر لیفټیننټ جنرال راحت نسیم احمد خان، آی جي پولیس، چیف سیکرټري او نورو لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو ګډون کړی و. په غونډه کې د صوبې عمومي امنیتي وضعیت، د محرم الحرام امنیتي پلان او د ملکي او پوځي ادارو ترمنځ د همغږۍ موضوعات وڅېړل شول. وزیر اعلیٰ وویل چې د محرم الحرام د سوله ییزو مراسمو او د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره به ټولې ممکنه اسانتیاوې وکارول شي او د امن ګډوډوونکو پر ضد به بې له توپیره سخت اقدامات ترسره کېږي.
