تازه خبرونه ۱۶ جون ۲۰۲۶

د وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي په مشرۍ د ائتلافي ګوندونو مهمه غونډه، د بودجې او پرمختیايي لومړیتوبونو په اړه مشورې

کو ټه(وېب نیوز) د بلوچستان وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګټي په مشرۍ د ائتلافي پارلماني ګوندونو د مشرانو مهمه غونډه ترسره شوه چې پکې د 2026-27 مالي کال صوبایي بودجې، پرمختیايي لومړیتوبونو، ولسي هوساینې پروژو او سیاسي وضعیت په اړه تفصیلي خبرې وشوې. ګډونوالو پرېکړه وکړه چې راتلونکې بودجه به د خلکو اړتیاوو، د وروسته پاتې سیمو پرمختګ او د بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو ته په پام سره جوړه شي. وزیر اعلیٰ وویل چې د تعلیم، روغتیا، اوبو رسولو، مواصلاتو او زیربناوو په برخو کې پانګونه د حکومت اساسي لومړیتوب دی او د ټولو شریکانو په مشوره به داسې بودجه وړاندې شي چې د بلوچستان د پرمختګ، سوکالۍ او اقتصادي ثبات ضمانت وکړي.