پاکستان ۱۶ جون ۲۰۲۶

د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې اعتصاب اوومې ورځې ته داخل شو، خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي

کوئټه (ویب نیوز) د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې د “جموں کشمیر جوائنټ عوامي ایکشن کمیټې” د اعتصاب له امله وضعیت اوومې ورځې ته داخل شوی او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي. راپورونه وايي چې په راولاکوټ او شاوخوا سیمو کې ګڼ شمېر مظاهره کوونکي موجود دي خو ښار ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي. په ځینو سیمو کې غیر رسمي کرفیو ته ورته حالت دی او خلکو ته په کورونو کې د پاتې کېدو سپارښتنه شوې ده.چارواکي وايي په وروستیو نښتو کې ۱۴ کسان وژل شوي چې پکې عام وګړي او پولیس دواړه شامل دي، او یو شمېر نور ټپیان شوي هم دي. بلخوا د مظاهره کوونکو مشران وایي چې حکومت د محدودو کسانو په اړه خبرې غواړي چې دا د دوی د تنظیم د وېش هڅه ده او دوی به دا کار کامیاب نه کړي.