راولپنډۍ(وېب نیوز) د پاک فضایي ځواک یوه روزنیزه الوتکه د عادي تمریني الوتنې پر مهال د مردان سره نږدې راولوېده او تباه شوه چې له امله یې د پاک فضایي ځواک فلایټ لیفټننټ محمد قاسم عبدالله او د پاک بحري ځواک لیفټننټ طحه عباسي شهیدان شول. د آی ایس پي آر له مخې د پېښې د لاملونو د معلومولو لپاره د تحقیقاتو ځانګړی بورډ جوړ شوی دی. فیلډ مارشل سید عاصم منیر، د وسله والو ځواکونو مشرانو، وزیراعظم شهباز شریف، محسن نقوي او مریم نواز شریف په پېښه ژور خفګان څرګند کړی، شهیدانو ته یې درناوی وړاندې کړی او د هغوی کورنیو ته یې د صبر دعا کړې ده۔
