مقامی ۱۶ جون ۲۰۲۶

د “پیپلز ایئر ایمبولینس” د احتمالي ناسم استعمال راپورونه، ولسي اندېښنې زیاتې شوې

کوئټه(وېب نیوز) د بلوچستان حکومت له لوري د سختو ناروغانو د بیړنۍ لېږد لپاره پیل شوې “پیپلز ایئر ایمبولینس” خدمت د احتمالي ناسم استعمال په اړه راپورونو او په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو ویډیوګانو وروسته ولسي اندېښنې زیاتې شوې دي. د راپورونو له مخې د چارواکو او د بلوچستان د روغتیا سکریټري د لورالايي تدریسي روغتون د سفر لپاره له ایئر ایمبولینس څخه استفاده کړې ده، حال دا چې دغه واټن د ځمکنۍ لارې له لارې هم په لنډ وخت کې وهلی کېدای شي. ټولنیزو او ولسي کړیو د دې موضوع د روڼو پلټنو او د عامه ګټو پروژو د سمې استفادې غوښتنه کړې ده.—