کوټه (ویب نیوز) د نیشنل پارټۍ مرکزي مشر سناتور جان محمد بلیدی ویلي چې د ۱۸م ترمیم له مخې صوبو ته د ټکسونو د اخيستو بشپړ واک ورکړل شوی و، خو وفاق تر اوسه پورې د دې عملي کېدو اجازه نه ورکوي. هغه وویل چې ایف بي آر یو ځواکمن او د فساد نه ډک اداره ده چې د صوبو د مالي حقونو مخه نیسي. د هغه په وینا فدرالي بودیجه کې د صوبو او عامو خلکو لپاره کوم مثبت ګامونه نه دي اخیستل شوي او دا د اساسي قانون د روح خلاف عمل دی.
