مقامی ۱۶ جون ۲۰۲۶

فدرالي بودیجه د غریبو خلکو د هوساینې لپاره نه، بلکې د پورونو د ادا کولو حساب کتاب دی، خوشحال خان کاکړ

کوټه (ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د قومي اسمبلۍ غړي خوشحال خان کاکړ فدرالي بودیجه رد کړې او ویلي یې دي چې دا بودیجه د خلکو د هوساینې لپاره نه ده جوړه شوې، بلکې د آی اېم اېف، سودي پورونو او بهرنیو قرضو د ادا کولو لپاره ځانګړې شوې ده. نوموړي وویل چې په بودیجه کې د عامو خلکو د ستونزو د حل پر ځای دفاعي لګښتونو او د پورونو ورکړې ته لومړیتوب ورکړل شوی دی. هغه خبرداری ورکړ چې د نویو مالیاتو او اقتصادي فشارونو له امله به د ولس ژوند لا پسې ستونزمن او ګرانه شي.