پاکستان ۱۶ جون ۲۰۲۶

قرآن کریم سود حرام ګڼلی، خو د پاکستان نیمایي بودیجه د سود په ورکړه لګېږي، سینیټر دنیش کمار

اسلام آباد/کوټه (وېب نیوز) د سینیټ غونډې ته د وینا پر مهال سینیټر دنیش کمار وویل چې قرآن کریم سود حرام ګرځولی، خو د پاکستان شاوخوا نیمایي بودیجه د سود په ورکړه مصرفېږي چې دا د اندېښنې وړ حالت دی. نوموړي وویل چې د ایران له پولې د تېلو راوړونکي خلک د خپلو کورنیو د روزګار لپاره دا کار کوي، نو حکومت باید دغه کاروبار قانوني کړي. هغه زیاته کړه چې فیلډ مارشل سید عاصم منیر د سیمې د یوې سترې شخړې په مخنیوي کې مهم رول لوبولی دی.