کو ټه(وېب نیوز) د بلوچستان د ښځو پارلماني کاکس په غونډه کې څرګنده شوه چې په صوبه کې له 2021 کال راهیسې د تېزاب شیندنې 7 قضیې ثبت شوې دي. د غونډې مشري د بلوچستان اسمبلۍ مرستیالې سپیکرې او د ویمن پارلماني کاکس مشرې غزاله ګوله وکړه، چې پکې د تېزاب شیندنې د مخنیوي، د قربانیانو د خوندیتوب او اغېزمن قانون جوړونې په اړه تفصیلي بحث وشو. ګډونوالو پرېکړه وکړه چې د قانون مسوده به بیا وکتل شي او پکې به د تېزابو د خرڅلاو تنظیم، د قربانیانو د بیارغونې، تاوان او د مجرمینو پر ضد د سختو اقداماتو اړوند مادې شاملې شي ترڅو د دې جرم مخه ونیول شي.
