کوټه (یو این اے) د پاکستان پیپلز ګوند بلوچستان مشر سناتور سردار عمر ګورګيج ویلي چې په فدرالي بودیجه کې د بلوچستان او د هېواد د غریبو خلکو لپاره هېڅ د پام وړ اسانتیاوې نه دي شاملې شوې. هغه وویل چې بودیجه پاس شوې ده خو د صوبې د سړکونو او مواصلاتي نظام د ښه والي لپاره کوم جدي ګامونه نه دي اخیستل شوي. د هغه په وینا خراب سړکونه د خلکو لپاره لویې ستونزې جوړې کړې دي او وفاقي حکومت دا مسئله له پامه غورځولې ده.
