(ویب نیوز)د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي دي چې که ایران خپل ژمنې او مسوولیتونه ترسره کړي نو د بیا رغونې لپاره تر ۳۰۰ میلیارد ډالرو پورې له فنډ څخه ګټه اخیستلای شي. هغه وویل چې د ۲۴ میلیارد ډالرو کنګل شوې شتمنۍ خوشې کول د تړون په اوسني مسوده کې شامل نه دي. د هغه په وینا ایران ته هر ډول مالي اسانتیاوې او د بندیزونو نرمښت یوازې هغه وخت ممکن دي چې هغه د غني شویو یورانیمو زېرمې ختمې کړي او د نړیوالو څارنې او تصدیق سیستم ومني.له بلې خوا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره د سولې تړون لاسلیک شوی او مسوده به د جمعې وروسته خپره شي. د هغه په وینا جې ډي وینس به د لاسلیک غونډې لپاره جنیوا ته ولاړ شي، خو ښايي هغه پخپله په دې مراسمو کې ګډون ونه کړي.
