تازه خبرونه ۱۸ جون ۲۰۲۶

امریکایي جریدې دی ډپلومیټ د بي اېل اې او مجید بریګېډ د افغانستان پټ مرکزونه د سیمې امن ته ګواښ بللي

کوټه: امریکایي جریدې “دی ډپلومیټ” په خپل ځانګړي راپور کې ویلي چې امریکا باید په ملګرو ملتونو کې د بلوچستان لبریشن آرمي (بي اېل اې) د تور نوملړ لپاره د پاکستان ملاتړ وکړي. د راپور له مخې بي اېل اې او د هغې مجید بریګېډ په افغانستان کې له خپلو پټنځایونو څخه د سیمې امنیت ته ګواښ جوړ کړی او پاکستان او چین هڅه کوي چې دغه ډله په نړیواله کچه له سیاسي او مالي پلوه منزوي کړي. راپور وایي که بي اېل اې د ملګرو ملتونو په تور فهرست کې شامله شي، نو شتمنۍ به یې کنګل، نړیوال سفرونه به محدود او مالي سرچینې به یې تر فشار لاندې راشي، او په سیمه کې د ناامنۍ د مخنیوي لپاره نړیوالې همغږۍ ته اړتیا ده.